د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې چاودنې ګن شمیر ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولي .
په کندوز کې په یوې مدرسه کې چاودنه شوې
24 دلو 1398 ساعت 16:40
د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې چاودنې ګن شمیر ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولي .
د کندوز ولایت د والي ویاند عصمت الله مرادي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د یاد شوي ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ د یو کلي په مدرسه کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې پنځه تنه ماشومان مړه او ۳ تنه نور ټپیان شول.
ویاند د برید پړه پر طالبانو اچولې ده . هغه ویلي دي چې دا ماین د طالبانو لخوا ځای په ځای شوی وو چې پر ماشومانو وچاودید.
طالبانو د نوموړي برید په اړه څه ندي ویلي .
د مطلب کود: 203444