دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 203444
په کندوز کې په یوې مدرسه کې چاودنه شوې
د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې چاودنې ګن شمیر ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولي .
د کندوز ولایت د والي ویاند  عصمت الله مرادي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن  د یاد شوي ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ د یو کلي په مدرسه  کې  چاودنه  شوې چې په نتیجه کې پنځه تنه ماشومان مړه او ۳ تنه نور ټپیان شول.
ویاند  د برید پړه پر طالبانو اچولې ده . هغه ویلي دي چې دا ماین د طالبانو لخوا ځای په ځای شوی وو چې پر ماشومانو وچاودید.
طالبانو  د نوموړي برید په اړه څه ندي ویلي .
 
https://avapress.com/vdcc01qi02bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته