دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 203449
کندوز کې یوه چاودنه کې ۸ تنه کوچنیان وژل شوی او ټپیان شوی دی
  کندوز ولایت کې چارواکې وایی چی د یو ماین چاودنې له امله په دی ولایت کې پنځه تنه کوچنیان وژل شوی دی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-بلخ: دا پيښه تیره سه شنبه شپه(۲۲ دلو) د کندوز ولایت دشت ارچی ولسوالی کې رامنځته شوی دی.
 
عصمت الله مرادی د کندوز والی ویاند ددی خبری په تایید سره وایی چی دا ماین د طالبانو له لوری د دشت ارچی ولسوالی یو کلۍ یو مدرسی ته لیږدول شوی وو چی غوښتل یو بل ځای ته ولیږدوی، خو د کوچنیانو په لاس لویدلی او چاودیدلی دی چی په ترڅ کې یی پنځه تنه کوچنیان وژل شوی او دری تنه نور ټپیان شوی دی. د کوچنیانو عمر د ۱۲-۱۳ کالو په عمر وو.
 
 
https://avapress.com/vdchkxniw23nvkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته