ولسمشر اردوغان وویل چې په ادلب کې تر اوسه پورې ۱۴ تنه قهرمان ترک عسکر په شهادت رسیدلي دي. غواړم له دې ځایه اعلان وکړم چې ددینه وروسته په ادلب کې په ترکي ځواکونو د کوچني برید په صورت کې به ترکیې وسله وال ځواکونه د ادلب او سوچي هوکړه لیکونو کې ټاکل شوو سرحداتو ته ژمن پاتې نشي او په هره سیمه کې به د اسد د رژیم په ځواکونو بریدونه پيل کړي.