خوښ ديک ۰

په انقره کې مهمه لیدنه

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن تیره ورځ د سوریې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي جیمز جیفري سره ملاقات وکړ. پدې لیدنه کې دواړو خواوو ددې خبرې په ټینګار وویل چې په ادلب کې د اسد ځواکونو لخوا د ترکیې د څار په نقطو بریدونه د منلو وړ ندي.

ترکي ځواکونه د ادلب د هوکړه لیک پر بڼسټ  د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر په سیمه کې شتون لري. په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ترکیه به په سیمه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر خپلې دندې ته په همدې شان دوام ورکړي.
پنجشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود: 203460 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *