دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۰:۳۴
د مطلب کود : 203492
د افغانستان د دایکندي په ولایت کې  واورې ښویدنې  ستره فاجعه رامنځته کړه.
د دایکندي ولایت میرامور په ولسوالۍ کې  د واورې ښویدنې په پیښه کې د مړو شمیره ۳۱ تنو ته لوړه شوې ده.
د دایکندي ولایت د ځايي مقاماتو په وینا  پنجشنبه  د فبروري ۱۳ مه د میرامور په ولسوالۍ کې  د واورې ښویدو له امله د یوې کورنۍ لسو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان واورې ښویدنې  ګن شمیر کورونو نه هم نړولي دي.
د چارواکیو په وینا  تیره شپه هم  په همدې ولسوالۍ کې  د واورې د ښویدو له امله ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو چې نن يي مړي راوویستل شول.
د مړو شمیره ۳۱ تنو ته لوړه شوې ده .
هغه ویلي دي چې واورې ښویدو پیښې  په لسګونو څاروي  هم  له منځه وړي دي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان په یو زیات شمیر شمالي ولایتونو کې  د ډیرې زیاتې واورې د اورښت له امله لویې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوي دي. د یو زیات شمیر ښارونو او کلو او بانډو ترمنځه  لویې لارې هم  تړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcf1md00w6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته