کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له غزني څخه کندهارته د وارداتي برېښنا ۷۰ سلنه چاري پای ته رسېدلي دي

25 دلو 1398 ساعت 10:44

د کندهار دبرېښنا رياست مسؤلينو د غزني څخه و کندهار ته د وارداتي برېښنا له چارو څخه د نژدې ليدنه وکړه او د پاته چارو د ژر پای ته رسېدو خبر يې ورکړ.
د کندهار د برېښنا رياست رئيس امان الله ايوب فاروقي وايي، مرکزي اداره اوس مهال په دې بوخته ده، څو د کندهار تر څنګ د يوشمېر نورو ولايتونو د برېښنا لګښت او بيلونه را ټيټ کړي.
د برېښنا دغه پايې له غزني څخه کندهار ته رارواني دي، اوسمهال يې چاري د برېښنا رياست د مسؤلينو په خبره ۷۰ سلنه پای ته رسېدلي او تر بشپړ رغېدو وروسته به کندهار ته وارداتي برېښنا فعاليت پيل کړي.
د کندهار د برېښنا رئيس امان الله ايوب فاروقي وايي، د وارداتي برېښنا چاري په چټکۍ سره رواني دي او تر دې مهاله يې پايې د کندهار دامان ولسوالۍ ته رارسېدلي او تر ښاره پوري ۱۰۰ پايې لا پاته دي.


د نوموړي په خبره، د وارداتي برېښنا چاري به د ۱۳۹۹ کال د سرطان په مياشت کي ټولي پای ته ورسېږي او کندهار ښار به د وارداتي برېښنا په مټ روښانه کړل سي.
د کندهار د برېښنا رئيس له ښاريانو غواړي، څو د برېښنا په مصرف کي سپما وکړي، ځکه اوس مهال په کجکي کي د برېښنا ظرفيت له ۷۰ متره څخه ۵۰ متره ته کښته سوی او برېښنا د ۵۱ مېګاواټه څخه ۲۹ مېګاواټه ته را ټيټه سوې.
ښاغلی فاروقي دغه راز زياتوي، چي د کندهار د سولري برېښنا د پاته پروژې چاري به هم ډېر ژر پای ته ورسېږي او له فعاليت سره سم به يې د کندهار د برېښنا په بيلونو کي د پام وړ تغيرات راوړل سي.
هېره دي نه وي، چي د برېښنا رياست او مرکزي اداره اوس مهال په دې بوخت دي، څو د کندهار د برېښنا د لوړ لګښت ستونزه حل کړي او د بيلونو په بيه کي کموالی راولي، کندهار ښاريان اوس هم ګای ناوخته د برېښنا له نشتون سره مخ وي، خو بيلونه خورا لوړ ورته راځي، د مسؤلينو په خبره ښاريان زياته برېښنا مصرفوي.
 


د مطلب کود: 203494

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203494/له-غزني-څخه-کندهارته-د-وارداتي-برېښنا-۷۰-سلنه-چاري-پای-ته-رسېدلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com