کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لومړي ځل هلمند کي د لړمانو روزني فارم جوړ سوی دی

25 دلو 1398 ساعت 10:47

د هلمند د کرني ریاست مسئولین وايي: د لړمانو د روزني دې فارم کي ۱۷ زره لړمان تر روزني لاندي دي.
دوی وايي: د دې لړمانو زهر په نړیوالو مارکېټونو کي لوړ قیمت لري ، او د درملني لپاره کارول کیږي.
زهري لړمان به تر دې وروسته د وژلو پرځای نیول کیږي او بیا به پیسو پلورل کیږي.



لړم خلک چیچې ، ځکه نو په لیدو يې د هغه د وژلو تصمیم نیسي ، خو اوس داسي نه ده ، که دې لړم ولیدی ژوندی به يي نیسي او پر فارم والو به يي پلوري.
دا په هلمند کي د لړمانو فارم دی ، چي نږدې ۱۶۰۰۰ زره لړمان يي ساتلي دي.
دا ټول زهري لړمان دي ، چي پر فارم يي پیرمحمد په نوم یوه کس پانګونه کړې ده.
دی وايي : پخوا لړم یا وژل کېدی ، یا به نیول کېدی او په قاچاقي توګه به به نورو هیوادونو ته وړل کېده ، خو اوس يې دوی له خلکو پلوري او دلته يي ساتي.
لړمان د څه لپاره ساتل کیږي؟
د دې فارم مسئول پیرمحمد  وايي : دا لړمان په خورا مسلکي توګه ساتل کیږي ، په هرو دریو میاشتو کي یو لړم درې څاڅکي زهر تولیدوې ، چي د یو کیلو بیعه يي نږدې لس میلیونه ډالره دی.
د هلمند د کرني ریاست سرپرست رفیع الله قلم وايي : دغه ډول پانګوني په هیواد کي د اقتصادي پرمختګ لامل کیږي ، او دوی به په ټول توان خپله مرسته ورسره جاري ساتي.
دی وايي : له کندهار نیمروز او هلمند څخه دې فارم ته لړمان راوړل کیږي.
د دې فارم مسئول وايي : د لړمانو زهر په بهرنیو هیوادونکو کي د درملو په جوړونه کي کارول کیږي ، چي د بیلابیلو ناروغیو لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي.
دی وايي : لړمانو ساتنه اسانه نه ده دلته د فارم د هوا د درجې کنټرول ، او د خاصو خوراکونو برابرولو لپاره يي کارونکي مسلکي روزنه لري.
 


د مطلب کود: 203495

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203495/په-لومړي-ځل-هلمند-کي-د-لړمانو-روزني-فارم-جوړ-سوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com