دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 203499
په پاکستان کی د ایران سفیر سید محمد علی حسینی د ایران د اسلامی انقلاب په سیمینار کې چی د پاکستان د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې ترسره شو ، په بیلا بیلو حوزو کې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د ایرانی ملت زیاتیدونکی پرمختګ او پراختیا ته په اشارې سره وویل ایران نن په ټولو علمی ، تعلیمی ، پوهنتونی او ټیکنالوجیکو زمینو کې ځلانده مخینه لري .
د قایداعظم پوهنتون مشر محمد علی هم په دغه سیمینار کې د ایران حکومت او ملت ته د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۱ کلیزې د مبارکی ورکولو په ترڅ کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ .
 
https://avapress.com/vdcco1qio2bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته