کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال دوستم افغانستان کې د 'موازي حکومت' جوړولو ګواښ کړی

25 دلو 1398 ساعت 13:25

عبدالرشید دوستم د بابریانو د واکمنۍ د بنسټګر ظهیرالدین محمد بابر د تلین مراسمو ته په شمالي شبرغان ښار کې د وینا پرمهال وویل، "که وهم مرم د "جعلي" رایو منلو ته به حاضر نه شم."



د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم خبرداری ورکړی چې دده په ټکو، که "جعلي حکومت" راشي، دوی به هم "موازي حکومت" اعلان کړي. ښاغلي دوستم له پیله د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره له ولسمشره اختلاف کې و.‌
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې مهم مهم سیالان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله وو.
ښاغلی دوستم چې د ولسمشر لومړی مرستیال دی، په تېرو ټاکنو کې د عبدالله ملاتړی و.‌
عبدالرشید دوستم د بابریانو د واکمنۍ د بنسټګر ظهیرالدین محمد بابر د تلین مراسمو ته په شمالي شبرغان ښار کې د وینا پرمهال وویل، "که وهم مرم د "جعلي" رایو منلو ته به حاضر نه شم."
د ښاغلي دوستم ویاند احمد ته‌ینج بي بي سي ته وویل:‌ "د ټاکنیز کمېسیون کړنې د قانون پر بنسټ نه دي، که دا کمېسیون د شکایتونو کمېسیون پرېکړو ته پام ونه کړي، موږ به ارام کښې نه نو او خپل حکومت به اعلان کړو."
د افغانستان ټاکنو کمېسیون د مرغومې پر لومړۍ نېټه د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې.
 


د مطلب کود: 203501

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203501/جنرال-دوستم-افغانستان-کې-د-موازي-حکومت-جوړولو-ګواښ-کړی

آوا
  https://www.avapress.com