دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 203523
"د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به ژر عملي شي"
د امريکا يوه جگپوړي چارواکي ويلي دي چې په افغانستان کې د اوه ورځني اوربند په اړه د امريکا د متحده ايالاتونو او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې عملي کېدل به ډېر ژر پيل شي او کېدى شي چې د امريکايي پوځيانو وتلو ته لار هواره کړي .
دغه چارواکي وويل، د تاوتريخوالي کمېدو په اړه له دغې لومړنۍ موافقې وروسته به په لسو ورځو کې بين الافغاني خبرې پيل شي.
امریکایان او طالبان پر یوه لنډ مهال اوربند موافقې ته رسېدلي چې په راتلونکو ورځو کې به پلی شي. که بریالی وي، د رسمي اوربند، په بله میاشت کې به د بین الافغاني خبرو اترو د پیل او په اوږدمهال کې د امریکايي سرتېرو د وتلو لامل شي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي، پر اووه ورځني تاوتریخوالي کمولو هوکړه کې به د افغان حکومت امنیتي ځواکونو په ګډون ټول افغانستان شامل وي.
دغه مسول امریکايي چارواکو چې اجازه یې نه درلوده په دې اړه علني خبرې وکړي ویلي، ښايي د دې اونۍ په پای کې دغه هوکړه لاسلیک شي. سرچینې ویلي طالبانو ژمنه کړې چې ځانمرګي، د سړک غاړې بریدونه او چاودنې به دروي.
د طالبانو یوې سرچینې چې په خبرو اترو کې یې برخه درلودلې ویلي ټاکل شوې ده دویمه هوکړه د فبرورۍ پر ۲۹ چې د کب لسمه کېږي لاسلیک شي او بین الافغاني خبرې اترې به د مارچ میاشت پر لومړۍ چې د کب ۱۱ مه کېږي پیل شي.
بل لور ته بیا د ناټو کلنۍ امنیتي غونډه د افغانستان د کړکېچ اوارولو لپاره د عملي ګام اخېستو او سولې ته د ټوکېدلو هیلو پر ورځو ترسره کېږي چې په کې ناټو هم له خپل طرفه زرغون څراغ ښيي.
 
https://avapress.com/vdcauenue49nwm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته