دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 203527
د ترکیه ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړي وزیر عمران خان دوه په دوه لیدنه وکړه
د ترکیې ولسمشر وویل چې په ترکیه کې تر اوسه پورې هیڅوک په پانګه اچونې پښیمانه شوی ندی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د رسمي سفر په ترڅ کې پاکستان ته سفر کړی وو هلته د ترکیې او پاکستان د سوداګرو ګډې غونډې ته وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې  زمونږ موخه  او هدف د پاکستان سره سوداګریز حجم لومړی  د یو میلیارد ډالرو نه اړول او وروسته پنځو میلیاردو ډالرو ته رسول دي.
هغه وویل چې  په پاکستان کې د ترکیې مخامخې پانګه اچونې نن ورځ د ۵۰۰ میلیونو ډالرو نه اوښتي دي . هغه وویل  چې تر ننه پورې هیڅوک په ترکیه کې په پانګه اچونې پښیمانه شوی ندی.
ولسمشر اردوغان وویل چې د پاکستان خلک د تداوۍ په خاطر ډیری لویدیځو هیوادونو ته ترجیح ورکوي.
ترکیې  د روغتیا په برخه کې  د ډیرو قوي زیربناګانو په جوړولو سره  د پام وړ پرمختګ کړی دی. هم  د ښو خدماتو او هم  د بیې له پلوه  د ترکیې تداوي  د لویدیځو هیوادونو نه ډیره او ډیره زیاته پرمختللې ده . د همدې امله  پاکستاني ورورنه باید ددینه وروسته د تداوۍ په خاطر لا په  کمو پیسو او  د لویدیځ سره  عینې او حتا د لوړ خدمت ترلاسه کولو په خاطر  ترکیې ته ترجیح ورکړي.
ولسمشر اردوغان وروسته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا دوه په دوه لیدنه وکړه.
همداشان د دوه په دوه لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو  په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان په خبري غونډه کې د کشمیر د روانې ستونزې په اړه وویل چې
" ترکیه د کشمیر ستونزه د مذاکراتو ، د ملګروملتونو د پریکړو او د کشمیري ورونو د غوښتونو په نظر کې نیولو سره  د حل لارې پلوي کوي."
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بیا په خپله وینا کې وویل چې " ۸ میلیونه تنه کشمیریان نن ورځ  په سرخلاصه زندان کې ژوند کوي. د ولسمشر اردوغان نه د کشمیر په مسئله کې د قوي ملاتړ له امله مننه کوو.
هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  نن ورځ په سوریه کې په ترکیې بریدونه کیږي. پدې مسئله کې پاکستان  تل  د ترکیې ترڅنګ ولاړ دی .
 
https://avapress.com/vdcewx8wfjh87ni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته