دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 203529
د عراق د کرکوک په ښار کې د امریکا د کا یو پر پوځي  هډې راکټي برید شوی دی.
ویل کیږي دا برید پداسې حال کې شوی دی چې پدې هډه کې یو زیات شمیر امریکايي ځواکونو شتون درلود. د برید د ترلاسه کیدو نه سمدلاسه وروسته امریکايي جنګي الوتکو په سیمه کې پر کشفي الوتنو پیل کړی دی. په برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. تر اوسه پورې کومې ډلې ددې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی. د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو لخوا د روان میلادي کال د جنوري په دریمه نیټه د عراق په پلازمینه بغداد کې د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني او د حشدالشعبي د ډلې پر مرستیال مهدي باندې د هوايي برید او پدې برید کې د نوموړو د وژلو نه وروسته وخت نا وخته په عراق کې پر امریکايي هډو بریدونه کیږي. ایران هم د سلیماني د غچ اخیستو په خاطر په عراق د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې ۱۰۹ تنو امریکايي سرتیرو ته مغزي صدمه رسیدلې ده . امریکا په پیل کې وویل چې د ایران په بریدونو کې یو تن سرتیري هم ته زیان ندی اوښتی خو وروسته وروسته يي اعلان وکړ چې د ایران په بریدونو کې دووي ۱۰۹ تنه سرتیرو ته مغزي صدمه رسیدلې ده .
https://avapress.com/vdcgxw9xyak9zn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته