کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"د ننګرهار په سره رود کې بهرنیو ځواکونو کې ۸ ملکیان وژلي"

26 دلو 1398 ساعت 12:15

د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکنو په یوه هوايي برید کې ۸ ملکیان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بي بي سي ته وویل، د دغو هوايي عملیاتو موخه د وسله وال طالبانو پلټنځی و، خو له بده مرغه برید کې ملکیان وژل شوي دي.

دی وايي، سیمې ته یې څېړنیز پلاوی لیږلی دی.



یو شمېر ځايي اوسېدونکي بیا وايي، دغه برید کې اته کسان وژل شوي دي. دوی وايي، وژل شوي کسان ملکي خلک دي.
د سیمې یوه قومي مشر قهار بي بي سي ته وویل، وژل شوي کسان ملکي خلک دي، چې د ننګرهار له یوې بلې ولسوالۍ خوږیاڼو نه بېرته د ستنېدو پر مهال یې ډاټسن ډوله موټر په نښه شوی دی.
د نوموړي په وینا وژل شویو کې د یوه سړي درې زامن هم شامل دي.
بلخوا وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې وژل شوي کسان ملکي خلک بللي او وايي، شمېر یې ۱۱ کسان دي.
سره رود د ننګرهار له هغو ولسوالیو ده، چې په یو شمېر برخو کې یې وسله وال طالبان فعال دي او د ځینې سرچینو په خبره دغه سیمه کې چې برید شوی هم وسله وال طالبان فعال دي.
 


د مطلب کود: 203534

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203534/د-ننګرهار-په-سره-رود-کې-بهرنیو-ځواکونو-۸-ملکیان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com