خوښ ديک ۰

امریکايي چارواکي: طالبان حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکايي چارواکو له قوله وايي، راتلونکې اونۍ به له طالبانو سره د امریکایانو هوکړه وروستۍ شي. د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او دفاع وزیر مارک اسپر له افغان ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي، له طالبانو سره توافق چې احتمالاً به په راتلونکو اونیو کې نهایي شي، مشروطه منځپانګه لري.
امریکايي چارواکي: طالبان حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي
د دوی په وینا، د توافقنامې هېڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په غولوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، خو په وینا یې رښتیا دا ده چې هغوی حاضر شول، له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي.
 
شنبی ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود: 203546 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *