کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي چارواکي: طالبان حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي

26 دلو 1398 ساعت 14:19

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکايي چارواکو له قوله وايي، راتلونکې اونۍ به له طالبانو سره د امریکایانو هوکړه وروستۍ شي.
د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او دفاع وزیر مارک اسپر له افغان ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي، له طالبانو سره توافق چې احتمالاً به په راتلونکو اونیو کې نهایي شي، مشروطه منځپانګه لري.


د دوی په وینا، د توافقنامې هېڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په غولوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، خو په وینا یې رښتیا دا ده چې هغوی حاضر شول، له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي.
 


د مطلب کود: 203546

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203546/امریکايي-چارواکي-طالبان-حاضر-شول-له-جنګ-او-تاوتریخوالي-لاس-واخلي

آوا
  https://www.avapress.com