کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له طالبانو سره د خبرو په هکله یوشان نظر نشته

26 دلو 1398 ساعت 17:23

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله وویل له طالبانو سره د خبرو اترو د پلاوي د جوړولو لپاره یوشان نظر نشته .
په داسې حال کښې چې ویل شوي دي د طالبانو او دامریکا له احتمالي موافقې وروسته به خبرې اترې بین الافغاني شي د ملي وحدت دحکومت د اجرايي مشر عبدالله عبدالله ویاند مجیب رحیمي وویل چې د کابل حکومت تراوسه له طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي پلاوی نه دی جوړ کړی .
د افغانستان د ملي وحدت دحکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله هم بیګا له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کتنې کښې وویل دواړو لورو په دغه کتنې کښې د سولې د خبرو اترو او د سیاسي حالاتو په هکله بحث او د نظرتبادله وکړه .
عبدالله عبدالله او حامد کرزي وویل په بین الافغاني خبرو کښې به د افغانستان د حکومت لخوا یو(۱) پراخ بنسټه او جامع پلاوی ګډون ولري .



د مطلب کود: 203559

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203559/له-طالبانو-سره-د-خبرو-په-هکله-یوشان-نظر-نشته

آوا
  https://www.avapress.com