دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 203559
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله وویل له طالبانو سره د خبرو اترو د پلاوي د جوړولو لپاره یوشان نظر نشته . په داسې حال کښې چې ویل شوي دي د طالبانو او دامریکا له احتمالي موافقې وروسته به خبرې اترې بین الافغاني شي د ملي وحدت دحکومت د اجرايي مشر عبدالله عبدالله ویاند مجیب رحیمي وویل چې د کابل حکومت تراوسه له طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي پلاوی نه دی جوړ کړی . د افغانستان د ملي وحدت دحکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله هم بیګا له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کتنې کښې وویل دواړو لورو په دغه کتنې کښې د سولې د خبرو اترو او د سیاسي حالاتو په هکله بحث او د نظرتبادله وکړه . عبدالله عبدالله او حامد کرزي وویل په بین الافغاني خبرو کښې به د افغانستان د حکومت لخوا یو(۱) پراخ بنسټه او جامع پلاوی ګډون ولري .
https://avapress.com/vdcjite8huqeyiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته