دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 203563
امریکا د جنوبي آسیاسیمې بې ثباته کونکي ده
په همداوروستیو کې د پاکستان او امریکا ترمینځ د ځينو تپونکو معاملو په سر اختلافات رابرسیره شوي او داسې کومه ورځ نشته چې د دواړو هیوادونو دچارواکو ترمینځ د خولې شخړې رامینځة نشي .حال دا چې د سیمې ملتونه په تیره بیا د پاکستان مسلمان ملت له امریکا ډیره زیاته کرکه اونفرت لري .
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن عائشه فاروقي  نن  په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې  ددې خبرې په کولو سره چې  د امریکا د وسلو معاملې د سیمې د ثبات خنډ دي ،وئيلي دي ،په هند  د  امریکائي وسلو دغه شان خرڅلاؤ  پّ جنوبی آسیا سیمې کې دسټراټژيک  انډول  دخرابولو لامل شوي  او د پاکستان لپاره هم په ځان پسې امنیتي پايلې لري .
 میرمن عائشه فاروقي ددې خبرې په کولو سره چې  په هندوستان د توغندوي ضد او هوا فضا ضد توغندوي سسټمونو  دخرڅولو لپاره د امریکا  فیصله د سیمې د ثبات لپاهر د خنډو درامینځة کونې زمینه جوړونکي ده،وئيلي دي ، دغه اقدام د هغې سیمې د لازیاتې بې ثباته کولو  لامل کیږي،چې  له مخکې راهسې ترینګلی وضعیّت لري .
 د  پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې  وئيلی دي،د نوي ډیلی واشنګټن  دفاعي ارتباطات د جنوبی آسیا د سولې په لاره کې یو ډول خنډ او د بې ثباتۍ او ترینګلتیاؤ  عامل او  لمسونکي دي .
 په همداوروستیو کې  د  پاکستان او امریکا ترمینځ  د ځينو تپونکو معاملو په سر  اختلافات رابرسیره شوي او داسې کومه ورځ نشته چې د دواړو هیوادونو دچارواکو ترمینځ د خولې شخړې رامینځة نشي .حال دا چې د سیمې ملتونه په تیره بیا د پاکستان مسلمان ملت له امریکا ډیره  زیاته کرکه اونفرت لري .
 
https://avapress.com/vdcepx8wxjh87ni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته