دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۷
د مطلب کود : 203570
په ننګرهار کې تیری ورځي هوایی برید قربانیان غیرنظامیان وو
سیمه ییز چارواکې منلی دی چی ددی ولایت سرخ رود ولسوالی ککرګ سیمه کې تیری ورځې هوایی برید کې، ۹ تنه غیرنظامیان د یو کوچنۍ په ګډون وژل شوی دی.

 
 
عطاالله خوګیانی، د ننګرهار والی ویاند ویلی دی، د ننګرهار والی په امر، یو هیئت ټاکل شوی دی چی د پیښی رامنځته کېدو هر اړخ وڅیړی.
 
د پيښی شاهدان وایی چی قربانیان د بازار څخه بېرته راتګ په حال کې وو چی موټر یی د دولتی ځواکونو الوتکې تر برید لاندی راغلل.
 
هجرت الله وایی چی هغه خپله لیدلی دی چی هوا څخه قربانیانو باندی برید شوی دی: د هوا څخه دری ډزی پر موټر کړي او وروسته سیمی ته کښته شوی وو.
 
محمد یوسف وایی چی په دی پیښه کې د خپل کورنۍ څو تنه غړۍ له لاسه ورکړی دی: دوه می ورور او یو می وراره په هغوی کې وو چی بازار څخه بېرته راتلل. جاده ته چی ورسیدل، طیاره هغوی باندی ډزی وکړی.
 
د ملی دفاع وزارت، غیرنظامیانو مصونیت باندی د دولتی ځواکونو توجه باندی ټینګار کوی.
 
په همدی حال کې بشر حقوق کمیسیون غیرنظامیانو باندی بریدونو ادامه اندیښمند بولی.
 
https://avapress.com/vdccm1qix2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته