د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره د جمهوررئیس غني د تېرې ورځې په کتنه کې د مطرح شویو موضوعاتو پر تعقیب ټینګار وکړ.