دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 203585
د جنګ پایته رسول او د پایداره سولې تامین د افغانستان او امریکا مشترکه غوښتنه ده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښين په المان کې د مونیخ ۵۶ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو د سنا جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د امریکا متحده ایالتونو د سناجرګې د نظامي خدمتونو، چاپیریال ساتنې، فوایدعامې، بانکدارۍ او ښارجوړولو او بودجې کمېټو رئیسانو هم حضور درلود، پر بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول افغان سولې، د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا او افغانستان سره ددغه هیواد د ملاتړ د دوام په اړه بحث او خبرې وشوې.

دوی د سولې پروسې، د امریکایي ځواکونو دکمولو او پر وضعیت د هغه د اغېزو په اړه خپلې پوښتنې هم مطرح کړې.

جمهوررئیس غني د تاوتریخوالي او جنګ ختمولو، د تروریستانو د امن ځایونو، اوربند او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې چې د افغانانو غوښتنه ده، معلومات ورکړل.

جمهوررئیس یو ځل بیا تروریزم  افغانستان، د امریکا متحده ایالتونو او سیمې ته اصلي ګواښ وباله او د داعش پر ضد یې د افغانستان د مبارزې د یادولو پر مهال، د تروریزم پرضدد ګډې مبارزې پر دوام ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، سوله د افغان دولت او ملت لومړیتوب دی. هغه په ټینګار وویل، افغانان، د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي او موږ د یوه شریک په توګه غواړو خپلې ستراتېژیکې اړیکې مخته یوسو او نه غواړو د اوږو بار واوسو.

جمهوررئیس غني د دې په بیانولو سره چې امریکا سره د مشارکت لپاره زموږ د خلکو غوښتنه صادقانه ده وویل، افغانان تل د دغه ډول اړیکو غوښتونکي دي.

جمهوررئیس د انکشافي برنامو په اړه هم په خپلو خبرو کې وویل، حکومت د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره پر برنامو کار کوي او په دې برخه کې د خلکو ملاتړ له ځانه سره لرو او غواړو په خپلو پښو ودرېږو.

د هیواد جمهوررئیس د افغان دولت پر مالکیت او رهبرۍ د سولې پر پر وسې د ټینګار پر مهال د دغه بهیر ګواښونو او فرصتونو ته په اشارې وویل،موږ باید په دقیق ډول د دغې پروسې ګواښونه وپېژنو، ترڅو له کومې سترې ننګونې سره مخ نشو. د هر نوښت چې موږ سولې ته نږدې کوي، هرکلی کوو.

جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان اجنډا سیمه ییزې همکارۍ او د مرکزي اسیا هیوادونو سره د ترانزیټ او سوداګرۍ پراختیا ده.

په دغه کتنه کې امرالله صالح هم د طالبانو له لوري د افغانستان ملي امنیت ته د موجوده متوجه ګواښونو په اړه خپله ارزونه تشریح کړه او د طالبانو د ظرفیت او دا چې دوی څنګه او په کومو امکاناتو او بهرنۍ رهبرۍ دغه جګړه د افغانانو پر ضد مخته وړي، تفصیلي توضیحات وړاندې کړل.
https://avapress.com/vdcivparwt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته