کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې د 'شهیدانو کلی'؛ چې چاودنې یې ټول د سر سړي ووژل

27 دلو 1398 ساعت 10:54

د تېر زیږدیز کال د اکتوبر پر ۱۸مه د ننګرهار هسکې مېنې جودرې کلي په یوه جومات کې چاودنې ۶۴ کسان ووژل او ګڼ ۳۵ نور یې ټپیان کړل.


دا پېښه دومره غټه وه چې څو ورځې د رسنیو په سر ټکو کې یادېده، خو تر دې دمه یې چا مسوولیت نه دی اخیستی.
 د پېښي اصلي اغېز اوس راڅرګندېږي، هغه دا چې چاودنې ددغه کلی ټول د سر سړي ترې اخیستي او ۳۵ کونډې یې تر شا پرېښې.
یوې لویې غمیزې د جودرې کلي نوم پر"شهیدانو کلي" بدل کړ. د کلي په هدیره کې ولاړه ۴۵ کلنه مور د خپلو زامنو قبرونه راښيي.
 د جمعې ورځې په هغه غرمه د خپلو زامنو راتلو ته په تمه وه، خو د غرمې ډوډۍ پر مهال یې دې، لمسیانو او نږور ته زامنو غبرګې جنازې راوړې:
"دا مو ژوند دی، نه د شپې خوب لرو نه د ورځې، هغوی مو له سترګو هېڅ نه لیرې کېږي، داسې انګېرو چې ګنې چېرته تللي دي."
 


د مطلب کود: 203590

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203590/افغانستان-کې-د-شهیدانو-کلی-چې-چاودنې-یې-ټول-سر-سړي-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com