دا پېښه دومره غټه وه چې څو ورځې د رسنیو په سر ټکو کې یادېده، خو تر دې دمه یې چا مسوولیت نه دی اخیستی.
د پېښي اصلي اغېز اوس راڅرګندېږي، هغه دا چې چاودنې ددغه کلی ټول د سر سړي ترې اخیستي او ۳۵ کونډې یې تر شا پرېښې.
یوې لویې غمیزې د جودرې کلي نوم پر"شهیدانو کلي" بدل کړ. د کلي په هدیره کې ولاړه ۴۵ کلنه مور د خپلو زامنو قبرونه راښيي.
د جمعې ورځې په هغه غرمه د خپلو زامنو راتلو ته په تمه وه، خو د غرمې ډوډۍ پر مهال یې دې، لمسیانو او نږور ته زامنو غبرګې جنازې راوړې:
"دا مو ژوند دی، نه د شپې خوب لرو نه د ورځې، هغوی مو له سترګو هېڅ نه لیرې کېږي، داسې انګېرو چې ګنې چېرته تللي دي."