کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپا کې د کورونا له امله لومړۍ مړینه تایید شوه

27 دلو 1398 ساعت 11:24

یو چینايي سړی په فرانسه کې د کورونا د ویروس له امله مړ شوی دی. دا له چین نه بهر په اروپا کې د دې ویروس لومړۍ مرګونې پېښه ده.
د فرانسې روغتیايي وزیرې انېاس بېژان ویلي، چې دغه ۸۰ کلن سړی د چین د هوبي ولایت اصلي اوسېدونکی و او فرانسې ته شاوخوا یوه میاشت وړاندې ورغلې و. د وزېرې په خبره دغه چینايي کس د جنوري په ۲۵ په روغتون کې قرنطین شوی و.


نوموړې زیاته کړې چې د قرباني شوی کس لور هم په کورونا اخته شوې، خو وايي چې د هغې درملنه روانه او د جوړېدو په حال کې ده.
له دې وړاندې د کورونا یوازې درې مرګونې پېښې له چینه بهر په هانکانګ، فیلیپین او جاپان کې په ګوته شوې وې او دا لومړۍ پېښه ده چې په اروپا کې رامنځ ته کیږي.


د مطلب کود: 203594

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203594/اروپا-کې-د-کورونا-له-امله-لومړۍ-مړینه-تایید-شوه

آوا
  https://www.avapress.com