دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 203594
اروپا کې د کورونا له امله لومړۍ مړینه تایید شوه
یو چینايي سړی په فرانسه کې د کورونا د ویروس له امله مړ شوی دی. دا له چین نه بهر په اروپا کې د دې ویروس لومړۍ مرګونې پېښه ده. د فرانسې روغتیايي وزیرې انېاس بېژان ویلي، چې دغه ۸۰ کلن سړی د چین د هوبي ولایت اصلي اوسېدونکی و او فرانسې ته شاوخوا یوه میاشت وړاندې ورغلې و. د وزېرې په خبره دغه چینايي کس د جنوري په ۲۵ په روغتون کې قرنطین شوی و.
نوموړې زیاته کړې چې د قرباني شوی کس لور هم په کورونا اخته شوې، خو وايي چې د هغې درملنه روانه او د جوړېدو په حال کې ده.
له دې وړاندې د کورونا یوازې درې مرګونې پېښې له چینه بهر په هانکانګ، فیلیپین او جاپان کې په ګوته شوې وې او دا لومړۍ پېښه ده چې په اروپا کې رامنځ ته کیږي.
https://avapress.com/vdci3par5t1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته