کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستانیانو لپاره حج ته تلل ولې سخت شوي؟

27 دلو 1398 ساعت 12:53

"حج یو فرض عبادت او مذهبي رسم دی خو په پاکستان کې ورو ورو په یوه ارمان بدلېدوونکی دی، ځکه چې حکومت يې د تېر په څېر سږ کال هم لګښت ډېر کړی دی."
دا خبره د راولپنډۍ اوسېدونکی ۶۱ کلن عمیر درانی کوي. هغه یو کال مخکې له خپلې مېرمنې سره په ګډه له سرکاري يا حکومتي لارې حج ته د تللو لپاره غوښتلیک سپارلی و خو لا يې هم دغه ارمان نه دی پوره شوی. دی سږ کال هم حج ته د تلو هیله لري.



د پاکستان حکومت تازه د ۲۰۲۰ کال لپاره د حج تګلاره اعلان کړې چې پر بنسټ يې حج ته د تلو لګښت تر پخوا ډېر شوی دی.
عمیر دراني دې تګلارې ته په غبرګون کې ویلي چې "حکومت له غریبو او منځنۍ کچې اقتصاد لرونکو خلکو حج لرې کړی دی."


د مطلب کود: 203595

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203595/پاکستانیانو-لپاره-حج-ته-تلل-ولې-سخت-شوي

آوا
  https://www.avapress.com