کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نواز کورنۍ د دفترونو ټول اموال ضبط شول

27 دلو 1398 ساعت 12:46

د پاکستان د احتساب ادارې افسرانو پرون په لاهور کښې د نواز شریف په کورنۍ پورې اړوندو دفترونو ته په ورتګ سره په دغو دفترونو کښې موجواد شیان او اموال ضبط او مصادره کړل.
د پاکستان د احتساب ادارې کسانو د نواز کورنۍ د غیرقانوني مالي ټرانزکشنونو په هکله د نویو ثبوتونو د موندلو په موخه د دغو دفترونو د کمپیوټرونو په شمول ټول شیان ضبط کړل.


ویل کیږي چې د دغو کمپیوټرونو په هارډ ډیسکونو کښې داسې مهم معلومات شته دي چې د لاهور په محکمه کښې د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د ورور شهباز شریف خلاف کارول کیدی شي.
د ویلو ده چې د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ میاشت کښې نواز شریف د مالي فساد په تور له وزیراعظمۍ څنګته کړی او زنداني کړی و خو نن سبا د ناروغۍ د درملنې په پلمه په لندن کښې دی او ورور یې هم چې اوس د مسلم لیګ نواز ګوند مشر دی، په انګلستان کښې شپې سبا کوي.


د مطلب کود: 203601

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203601/د-نواز-کورنۍ-دفترونو-ټول-اموال-ضبط-شول

آوا
  https://www.avapress.com