دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 203601
د پاکستان د احتساب ادارې افسرانو پرون په لاهور کښې د نواز شریف په کورنۍ پورې اړوندو دفترونو ته په ورتګ سره په دغو دفترونو کښې موجواد شیان او اموال ضبط او مصادره کړل. د پاکستان د احتساب ادارې کسانو د نواز کورنۍ د غیرقانوني مالي ټرانزکشنونو په هکله د نویو ثبوتونو د موندلو په موخه د دغو دفترونو د کمپیوټرونو په شمول ټول شیان ضبط کړل.
ویل کیږي چې د دغو کمپیوټرونو په هارډ ډیسکونو کښې داسې مهم معلومات شته دي چې د لاهور په محکمه کښې د پاکستان
د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د ورور شهباز شریف خلاف کارول کیدی شي.
د ویلو ده چې د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ میاشت کښې نواز شریف د مالي فساد په تور له وزیراعظمۍ څنګته کړی او زنداني کړی و خو نن سبا د ناروغۍ د درملنې په پلمه په لندن کښې دی او ورور یې هم چې اوس د مسلم لیګ نواز ګوند مشر دی، په انګلستان کښې شپې سبا کوي.
https://avapress.com/vdchvxniz23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته