دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 203604
په کابل کې یو صراف په قتل ورسید
نن سهار ۸:۰۰ بجو په شاوخوا د کابل ښار ۱۲ ناحیی په مربوطاتو کې یو صراف د محمد یعقوب په نامه د ناپيژانده وسله والو له لوری په قتل ورسید. ویل کیږی چی ددی صراف پیسی هم نه دی غلا شوی، تراوسه ددی قتل مقصد نه دی مشخص شوی. پولیس په دی اړه خپله څیړنه شروع کړی دی.
دا قتل په داسی حال کې صورت نیسی چی ولسمشر غنی د دلوی په ۴ نیټه د کابل ښآر صرافانو
سره په لیدنه کې وعده ورکړی وو چی د اختطاف سره مبارزی یو خاصه ډله د ملی امنیت ریاست او داخله وزارت د ستری محکمی په همکاری رامنځته کیږی.


 
https://avapress.com/vdcawenuy49nwi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته