دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 203633
د ناظرینو حضور نه بغیر هم د رایو تفتیش او بیاشمېرنې پروسه ترسره کیږی
  حوا علم نورستانی، د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه ټینګار کړي چی که ټاکنیز ټیمونه تفتیش بیاشمېرنې پروسه تحریم کړی، ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغوی په غیبت کې دا پروسه مخته وړی.  

 
 
وروسته ددی چی ټاکنو خپلواک کمیسیون مخکې اعلان کړ چی د رایو بیاشمېرنې پروسه او تفتیش په څو ولایتونو لکه سرپل، کندهار، کابل، غزنی او هلمند کې پای ته رسیدلی دی، ثبات او همپالنې ټیم داکتر عبدالله عبدالله په مشری، وایی چی په دی ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیاشمېرنې پروسه د ناظرینو حضور او ټاکنو شکایتونو ته رسیدګی کمیسیون حضور نه بغیر صورت نیولی دی او د قبول وړ نه دی.
 
فضل احمد معنوی، د ثبات او همپالنې ټیم غړۍ نن خبری ناسته کې خبرداری ورکړی دی چی که پروسه همداسی ادامه ولری، هغوی د ټاکنو پروسی څخه به ووځی او هغه وروسته به هر ممکن ګزینه څخه کار واخلی.
 
خو حوا علم نورستانی، د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه ویلی ده چی دا کمیسیون هیڅ غیری قانونی اقدام نه دی درلودلی او ټول فیصلی د قانون په اساس ترسره شوی دی.
 
هغی ټینګار کړي چی که ټاکنې دستی د تفتیش پروسه تحریم کړی، ټاکنو خپلواک کمیسیون هغوی په غیبت کې دا پروسه مخته وړی.
 
 
https://avapress.com/vdcc11qi12bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته