په قطر کې د طالبانو سرچینو وایی، له امریکا سره د سولې په تړاو خبرې پای ته رسېدلې، هوکړه او ټول محلقات یې نهايي شوي دي.
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وایی، د هوکړې تر لاسلیکېدو څو ورځې مخکې د خوندي چاپېریال لپاره کار روان دی او د روانې میاشتې تر پایه به هوکړه لاسلیک شي.
ښاغلي شاهین ویلي "په دې هکله به دواړه لوري جلا جلا اعلامیې خپروي، چې په هغو کې به د توافقنامې د لاسلیک تاریخ ټاکل شوی وي."