دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 203664
په دې اړه په کندهار پوهنتون کي غونډه جوړه سوې وه، چي پکښي دولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، دځینو سکتوري ادارو رئيسانو، استادانو او د يوشمېر لېسو زده کوونکو ګډون کړی وو. د ستور پوهني المپياد دوهم پړاو سيالۍ، چي د کندهار ښار او ولسواليو د ۳۴ لېسو ترمنځ ترسره سوي پرمهال يې په فزيک يا ساينسي برخه کي ۱۲ لېسې بريالۍ سوي دي. د افغان ستور پوهني ټولني استازي فهيم سپين غر وویل، دا يوه ساينسي طريقه ده، چي فزيک او رياضي دواړي برخي لري او د اسټرونومي پوهي يا ستورو، سيارو، د ستورو حرکتونو او ټولو اسماني فعاليتونو په برخه کي د زده کوونکو دوړتيا او پوهي لوړو سره مرسته کوي.

دی وايي، چي په دې سياليو کي ۱۲ لېسو غوره مقالې ليکلي وې او هري لېسې ته يو تلسکوپ او ۱۰۰ جلده د ستور پوهني کتابونه ورکول سول.
په ټولنيزو چارو کي دولايت مقام مرستيال په ساينسي برخه کي ددغه ډول سياليو ترسره کول اړين وبلل او زياته يې کړه، چي دا چاره کولای سي په ساينسي برخه کي په ښوونځيو کي د زده کوونکو له وړتيا لوړولو سره مرسته وکړي.
د پوهني رئيس محب احمد روښان او په ولسي جرګه کي د روزګان د خلکو استازي ګلالۍ محمدي غونډي ته په وينا کي ټينګار وکړ، چي زموږ زده کوونکي بايد د ديني علومو ترڅنګ عصري برخي ته هم زياته پاملرنه وکړي او د کهکشانونو او ټولو اسماني حرکاتو په اړه بايد معلومات ولري.

بايد وویل سي، چي د برياليو لېسو ته څخه بي بي زينب لومړی مقام، ميرويس ميني نجونو لېسې دوهم او د صفيه عمه جاني لېسې دريم مقامونه خپل کړي وه.
تر غونډي وروسته د هري لېسې رهبرۍ او زده کوونکو ته يوه پايه تلسکوپ او ۱۰۰ جلده د ستور پېژندي چمتو سوي کتابونه هم ووېشل سول.
https://avapress.com/vdcg3w9xtak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته