د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن دوشنبه د فبروري ۱۷ مه د سهار د ۷ نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل د اتمې حوزې په سیمه کې په دوه سوه فامیلیو کې چاودنه شوې.
د کابل پولیسو د چاودنې پخلی کړی دی .
عیني شاهدانو ویلي دي چې چاودنه په یو رینجر ډوله موټر شوې ده.
چاودنه د مقناطیسي بم پر مټ شوې ده.
په چاودنه کې د ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.