کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هنددکشمیرپه اړه د میانځګړیتوب لپاره دملګروملتووړاندیز ردکړ

28 دلو 1398 ساعت 14:02

د هند د خارجه وزارت ویندوی راویش کمار نن وویل هندوستان د کشمیر د مسلې د اواری لپاره د هیڅ دریم هیواد یا سازمان رول نه مني . هغه زیاته کړه کشمیر د هند نه بیلیدونکی برخه ده او دا حقیقت به بدل نشی .
د ملګرو ملتو سرمنشی ګوتریش پرون د کشمیر پرسر په تیر یوه کال کی د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالیو په سختیدا د اندیښنې په څرګندولو سره له لورو وغوښتل چی په زیات زغم ، ډیپلوماسۍ او خبرو اترو سره د اختلافاتو د اواری لپاره ګامونه پورته کړي .
ګوتریش وویل چمتو دې د پاکستان او هند ترمینځ د میانځګړیتوب لپاره له خپلو ظرفیتونو استفاده وکړي . هند له دې مخکې هم د کشمیر د مسلې په اړه د ملګرو ملتو له میانځګړیتوب سره مخالفت کړی وو .
د هند په اپوټه پاکستان د کشمیر د مسلې د اواری غوښتنه کوی او تراوسه یې څو ځله په نړیوالو ټولنو کې د کشمیر مسله مطرح کړی او د هیوادونو د میانځګړیتوب غوښتنه یې کړی ده .



د مطلب کود: 203684

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203684/هنددکشمیرپه-اړه-د-میانځګړیتوب-لپاره-دملګروملتووړاندیز-ردکړ

آوا
  https://www.avapress.com