دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 203685
ملګري ملتونه:دافغان سولې پروسه له نږدې څاري
ملګري ملتونه وايي، د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول ټاکونکی دی او دوی دا پروسه له نږدې څاري. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په اسلام اباد کې له افغان کډوالو د پاکستان د څلوېښت کلن کوربتوب په مناسبت جوړې شوې ناستې ته ویلي، د سیمه ییزې اجماع د جوړولو په برخه کې د پاکستان رول ټاکونکی او اړین و. هغه روان مذاکرات حیاتي بللي او په اړه یې خوشبیني ښودلې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه‌توب په خاطر پاکستان وستایه. هغه زیاته کړه د پاکستان خلکو د میلیونونه افغانانو کوربه‌توب کړی دی له هغوی سره‌یې ټول امکانات شریک کړي دي." ګوتریش افغانستان ته له پاکستانه د افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدو ټينګار وکړ او د نړۍ په هېوادونو یې غږ وکړ چې له پاکستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي .
https://avapress.com/vdcjote8iuqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته