کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د موازي حکومت د جوړېدو خطر څومره دی؟

28 دلو 1398 ساعت 17:33

که چېرې د ټاکنو پایلو په اړه ټاکنډلو ته قناعت حاصل نه شي، نو آیا د یوه موازي حکومت د رامنځته کېدو ویره شته؟ کارپوهان وایي چې ټاکنیز کمېسیونونه د ټاکنیزو ډلو د قانع کولو له اړخه تر یوې سختې ازموینې لاندې دي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تازه اعلان وکړ چې له درغلیو ډکې پایلې ورته د منلو نه دي. ټاکنو کمېسیون د ۳۰۰ زره جنجالې رایو د بیلګو ځانګړی تفتیش پيل کړ، خو د ثبات او همپالنې ډله اوس پر دواړو کمېسیونونو بې باوره شوې. د دې ډلې غړي فضل احمد معنوي نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۱۶مه) خبریالانو ته وویل:



«د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر چې په څو ولایتونو کې نن پيل شو، زمونږ څارونکی پکې نه وو او دا مونږ ته د منلو وړ نه ده.»
ښاغلي معنوي زیاته کړه دا ځل شونې نه ده چې له درغلیو ډکې پایلې پر خلکو ومنل شي.
تردې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ګواښ کړی، چې جعلې رایې نه مني او که چېرې د دغو رایو پایلې د ده پروینا یو «جعلې حکومت» شي، دی یې پروړاندې موازي حکومت اعلانوي. ښاغلي دوستم په تېرو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کړی.
د افغان ټاکنو لومړنۍ پایلې چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې اعلان شوي، ولسمشر غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ګټلو سره د ټاکنو ګټونکی بلل کیږي.
سره له دې چې د ټاکنو وروستۍ پایلې لاهم د ټاکنیزو کمېسیونونو ترمنځ په یوه ناڅرګند وضعیت کې دي، خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزې ډلې یې وار له مخه د نه منلو ګواښ وکړ.
د ولسمشرۍ یوه بل نوماند او د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل، د ښاغلي دوستم د موازي حکومت خبرداری د خطر زنګ وباله.
ښاغلي نبیل دویچه ویله ته وویل:
«هغه څه چې جنرال صاحب دوستم ویلي دا عادي خبره نه ده. د افغانستان ولس باید دا جدي ونیسي مونږ شدیدا د دې مخالفت کوو چې افغانستان کې د موازي حکومتونو په نامه اعلانونه کیږي، خو د تقلب نتجه هم افغانستان ته ښه حکومت نه راولي، بلکې ستونزې لاپسې ډېروي.»
افغان کارپوهان وایې اوسني وضعیت کې ټاکنیز کمېسیونونه ترسختې ازموینې لاندې دي.
سیاسي شنونکي خدایار نایب زاده دویچه ویله ته وویل، ټاکنیز کمېسیونونه باید د قانون او طرزالعملونو سره سم داسې پریکړې وکړي چې ټولې ټاکنیزې ډلې پرې قانع کړای شي: «مونږ هیله من یو چې د افغانستان ټاکنې داسې یوه پړاؤ ته ونه رسیږي چې پایله یې موازي حکومت شي. کمېسیونونه باید داسې فیصلې ونه کړي چې د واک تشه رامنځته کړي او یا هم نور جنجالونه وزیږوي.»
اجراییه رییس عبدالله عبدالله په تیر ۲۰۱۴ میلادي کال کې هم د موازي حکومت ګواښ کړی ؤ.
هغه مهال ټاکنې د ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ دویم پړاؤ ته ولاړې، خو د پایلو تر اعلان وړاندې عبدالله ټاکنیز بهیر له ټګیو ډک وباله.
د ۲۰۱۴ کال ټاکنې تردې بریده جنجالې شوې چې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیرې په منځګړتوب واک د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله ترمنځ ۵۰ – ۵۰ سلنه ووېشل شو.
د افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو کې عبدالله عبدالله د ۷۲۰ زره او ۹۹۰ رایو په ګټلو سره د ټولو اچول رایو ۳۹،۵۲ سلنه رایې خپلې کړي.
د افغان ټاکنو جنجال، داسې مهال د موازي حکومت رامنځته کولو تر ګواښه رسیږي، چې د سولې بهیر کې د پام وړ پرمختګونو خبر ورکړل شوی.
وروستي رپوټونه وايي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د لنډمهالي اوربند یا هم د تاوتریخوالي کمېدل سر له همدې اونۍ پيلیږي.
داسې شننې هم شته چې د سولې تودو خبرو د ولسمشریزو ټاکنو پر پایلو هم سیوری غوړولی او ښايي له همدې امله د ټاکنو پایلې لانورې هم وځنډیږي.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر پر ۲۸مه نیټه ترسره شوي، خو د څه کم شپږو میاشتو په تېرېدو سره هم ددغو ټاکنو نهايي پایلې بې برخلیکه ايسي.
 


د مطلب کود: 203694

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203694/په-افغانستان-کې-د-موازي-حکومت-جوړېدو-خطر-څومره-دی

آوا
  https://www.avapress.com