ملګري ملتونه وایي د افغانستان د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په پاکستان کې ویلي، د افغانستان د سولې لپاره غوره او مهم فرصت رامنځ ته شوی دی.
دده په خبره دغه فرصت باید په هېڅ صورت ضایع نه شي. د ګوتریش په خبره که د سولې رامنځ ته شوی فرصت ضایع شو، نو هېڅوک به د فرصت ضایع کوونکي و نه بښي.