کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکې غیرانساني اقداماتو کډوالو ته د خدماتو ورکول ګران کړې دي

29 دلو 1398 ساعت 13:42

ایران: د امریکې کارړنګونو او غیرانساني اقداماتو کډوالو ته د خدماتو او اسانتیاؤ برابرول د تیر وخت په پرتله ګران او سخت کړې دي.
پاکستان کښې د کډوالو په نړیواله غونډه کښې د اسلامي ایران د پلاوي مشر وویل: د امریکې کارړنګونو او غیرانساني اقداماتو کډوالو ته د خدماتو او اسانتیاؤ برابرول د تیر وخت په پرتله ګران او سخت کړې دي.



د ایران د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو ښاریزو او کډوالو د چارو د ادارې لوې مدیر مهدي محمودي د کډوالو په کانفرنس کښې چې له پرون څخه د پاکستان په کوربه توب په اسلام آباد کښې پيل شوی، د ایران د استازي په توګه وویل: له کډوالو ملاتړ یو نړیوال مسئولیت دی خو نن سبا د دې مسئولیت ستره ونډه د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د یو څو هیوادونو په غاړه ده.
هغه په دې خبرې سره چې ایران په تیرو څلویښتو کالو کښې له ګاونډي هیوادونو څخه د میلیونونو کډوالو له پراخې څپې سره مخامخ پاتې شوی دی، څرګنده کړه: ایران د ډیرو لږو نړیوالو مرستو باوجود کډوالو ته د ایراني ښاریزو په شان او بې له هیڅ ډول توکمپالنې ډول ډول روزنیز او تحصیلي، معیشتي، روغتیايي او درملیز، د کار او هنر د زده کولو او په کار د مشغولیدو خدمات ورکړې دي.
ښاغلي محمودي په دې خبرې سره چې د کډوالو د اړتیاؤ د پوره کولو په لړ کښې د ملګرو ملتو د لوړې کمشنرۍ هلې ځلې د دغه کار د لګښت په وړاندې بیخي کمې دي، ټینګار وکړ: په خپله خوښه او رضاکارانه توګه خپلو هیوادونو ته د کډوالو ستنیدو د کډوالۍ د ستونزې د هواري ترټولو غوره لاره ده.
 


د مطلب کود: 203739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203739/د-امریکې-غیرانساني-اقداماتو-کډوالو-ته-خدماتو-ورکول-ګران-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com