دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 203742
ياد ديني عالمان، قومي مشران او ځوانان، چي اطلاعاتو او کلتور رياست کي د مجاهدينو د بريا د ۳۱ کليزي په پار راټول سوي وه د مجاهدينو د قربانيو ستاينه وکړل. د غونډي برخوالو خپلو ويناو کي ۳۱ کاله وړاندي د شوروي د يرغل غندنه او د افغانانو د سپيڅلي جهاد يادونه وکړل،چي په پوره ميړانه او صداقت يې ملا وتړل او خپله خاوره يې د وخت د ذبرځواک د ښکېلاک څخه خلاصه کړل. د علماؤ شورا مشر عبيدالله فيضاني او د حج اوقافو رئيس قاضي محمد عمر خپلو خبرو کي د سولي پر اهميت هم رڼا واچول او د ټول ولس څخه يې وغوښتل، چي اتفاق وکړي او د هر يرغلګر په وړاندي يو سي.
دغه راز قومي مشر محمد عظيم سمندر او مدني فعال عبيد هم د افغانستان په چارو کي د روسيې هيواد د لاسوهني غندنه وکړل او وويل، چي افغانان يو ملت او يو وجود دی، چي هيڅ کله به پردۍ لاسوهني ته اجازه ورنه کړي.
دغه راز غونډه کي د افغانانو پر يووالي او اتفاق هم ټينګار وسو او د ديني عالمانو وغوښتل سول، ترڅو د وطن پالني اومثبت ذهنيت په جوړونه کي خپل رسالت اداکړي.
 
https://avapress.com/vdcdos0xxyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته