کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکندهار ديني عالمانو او مشرانو د افغانستان په چاروکي د روسيې د لاسوهني غندنه وکړل

29 دلو 1398 ساعت 12:18

ياد ديني عالمان، قومي مشران او ځوانان، چي اطلاعاتو او کلتور رياست کي د مجاهدينو د بريا د ۳۱ کليزي په پار راټول سوي وه د مجاهدينو د قربانيو ستاينه وکړل.

د غونډي برخوالو خپلو ويناو کي ۳۱ کاله وړاندي د شوروي د يرغل غندنه او د افغانانو د سپيڅلي جهاد يادونه وکړل،چي په پوره ميړانه او صداقت يې ملا وتړل او خپله خاوره يې د وخت د ذبرځواک د ښکېلاک څخه خلاصه کړل.
د علماؤ شورا مشر عبيدالله فيضاني او د حج اوقافو رئيس قاضي محمد عمر خپلو خبرو کي د سولي پر اهميت هم رڼا واچول او د ټول ولس څخه يې وغوښتل، چي اتفاق وکړي او د هر يرغلګر په وړاندي يو سي.


دغه راز قومي مشر محمد عظيم سمندر او مدني فعال عبيد هم د افغانستان په چارو کي د روسيې هيواد د لاسوهني غندنه وکړل او وويل، چي افغانان يو ملت او يو وجود دی، چي هيڅ کله به پردۍ لاسوهني ته اجازه ورنه کړي.
دغه راز غونډه کي د افغانانو پر يووالي او اتفاق هم ټينګار وسو او د ديني عالمانو وغوښتل سول، ترڅو د وطن پالني اومثبت ذهنيت په جوړونه کي خپل رسالت اداکړي.
 


د مطلب کود: 203744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203744/دکندهار-ديني-عالمانو-او-مشرانو-د-افغانستان-په-چاروکي-روسيې-لاسوهني-غندنه-وکړل

آوا
  https://www.avapress.com