د پاکستان د کورنیو چارو وزير اعجاز شاه رسما ومنله چې د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند احسان الله احسان یې له زندانه تښتېدلی دی.
په انګلیسي ژبې پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په یو بیړني خبر کې د کورنیو چارو د وزیر اعجاز شاه له قوله ویلي، چې له زندانه د احسان الله احسان د تښتیدلو خبر رښتیا دی.
په پوځي چاوڼیو کې د ساتل کیدونکي احسان الله احسان د تېښتې اوازې په دې وروستیو کې زیاتې وې خو پاکستاني چارواکو دا خبره ردوله او ایله اوس یې یو لوړ پوړی چارواکی د تېښتې د خبر منلو ته چمتو شو.
د فبرورۍ د میاشتې په اوایلو کې په ټولنیزو شبکو خپور شوي یو ویډیوي پېغام کې یو تن ځان د احسان الله احسان په نامه یاد کړی و او د تښتېدو له ادعا سره یې دا گواښ هم کړی و چې ډیر ژر به د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو د شومو پلانونو پرده پورته کړي.
احسان الله احسان وایي، سږ کال د جنورۍ په ۱۱مه نېټه له پاکستاني زندان څخه په وتلو کې بریالی شوی دی.
له دې وروسته د پاکستان په پارلمان کې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر غړي محسن داوړ، د پوځ له زندانه د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان د تښتېدو په پېښه پوښتنې راپورته کړې وې او ويلي یې وو چې په دې اړه دې مرکزي حکومت سپیناوی وکړي.
احسان الله احسان چې په ۲۰۱۷ کې یې ځان د پاکستان پوځ ته تسلیم کړی و، د پیښور د پوځي ښوونځي په ماشومانو او ملاله یوسفزۍ برید کې تورن بلل شوی و، ځکه د دغو بریدونو مسوولیت پخپله د احسان له خولې اعلان شوی و.