دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 203749
د فبروری میاشتی تر پایه پوری د طالبانو سره امریکا تړون امضا کېدنه
  سهیل شاهین؛ د طالبانو سیاسی دفتر ویاند په دوحه کې ویلی دی چی د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقت نامه د چاری میاشتی ترپایه پوری امضا کیږی.

 
شاهین ویلی دی چی ددی تړون په اساس افغانستان څخه ټول خارجی سرتیری وځی او د تړون امضا وروسته او بین الافغانی خبرو اترو شروع نه مخکې، ۵ زره طالب بندیان هم آزادیږی.
 
امریکا تراوسه د تړون جزئیاتو په اړه څه نه دی ویلی، خو په دی اړه یو شرط ته اشاره کړی دی چی طالبان په اساس یی د یوه اونۍ لپاره تاوتریخوالی په افغانستان کې کموی.
 
مارک اسپر د امریکا دفاع وزیر د مونیخ امنیتی ناستو په لړ کې خبرنګارانو ته وویل، هیواد یی د اوه ورځو تاوتریخوالی کمېدو وروسته تصمیم نیسی چی د طالبانو سره تړون امضا کړی یا که نه؟
 
مخکې له دی، دواړه لوری امریکا او طالبان تیر کال هم یو تړون امضا کېدو ته نږدی شوی وو، خو کابل کې طالبانو یو برید په نتیجه کې، دونالد ترامپ د امریکا ولسمشر ددی ډلې سره امریکا خبری اتری لغوه اعلان کړه.
 
سهیل شاهین وویل چی دواړه لوری به وروسته اعلامیی خپریی او تړون امضا کېدو نیټه واضح کوی.
 
له بل لوری زلمی خلیلزاد د افغانستان سولې لپاره امریکا نماینده هم وویل چی امریکا په امنیتی برخه کې د طالبانو څخه تعهد لاسته راوړی دی.
 
ښاغلی شاهین خپل پیغام په ادامه کې جرمنی دی پی ای خبرګزاری ته وویل چی هغوی اجازه نه ورکوی چی افغانستان خاوری څخه د هیڅ هیواد په ضد ګټه واخیستل شی.
 
په دی منځ کې آنتونیو ګوترش د سازمان ملل متحد عمومی منشی وایی چی که سولې لاسته راغلی فرصت له لاسه ووځی، هیڅ افغان نه بخشی.
 
هغه وویل چی افغانان د ۴۰ کاله راهیسی دمشکلاتو او رنج سره مخ دی.
 
آنتونیو ګوترش افغانستان سولې پروسی بریالیتوب په اړه د سازمان ملل متحد آمادګی څخه خبر ورکړی او ویلی دی: سازمان ملل متحد آماده دی ترڅو سولې هر یو مذاکراتو کې ګډون کوی.  
https://avapress.com/vdcayenuo49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته