دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 203759
بي بي سي داسې کره او پياوړي اسناد ترلاسه کړي چې ښيي څنګه چین د بندغالو 'اجباري کمپونو' منځ کې د زرګونه مسلمانانو برخلیک په اړه پرېکړې کوي. د سینکیانګ د غربي سیمې د څه باندې درې زره کسانو شخصي معلومات چې شاوخوا ۱۳۷ پاڼې دي، د دې سیمې د خلکو ورځنۍ چارې په ګوته کوي. دوی څو وخته لمونځ کوي، څنګه کالي اغوندي، له چا سره اړیکې لري او د دوی کورنۍ له یو بل سره څنګه چلن کوي او ورته نور معلومات په دې اسنادو کې راټول شوي دي. چین هر ډول ورانکاري ردوي او ادعا کوي چې مبارزه یې له "تروریزم او مذهبي بنسټ پالنې" سره ده. دا اسناد د چین له سینکیانګ نه د سر په بیه له هغې سرچینې راغلي چې تېر کال یې هم په دې تړاو ډېر حساس معلومات خپاره کړي و.
https://avapress.com/vdcbsfb59rhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته