دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 203760
پاکستان کې افغان ځوانان: "که ځانمرګی برید وشي، شک يې په موږ کېږي"
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نژدې ۴۶ لکه افغانان له خپل هېواده بهر ژوند کوي. د دوی له ډلې ۱۴ لکه يې يوازې په پاکستان کې مېشت دي چې اوس مهال يې په دغه هېواد کې درېيم نسل په لویېدو دی. د دوشنبې په ورځ (۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸) د اسلام اباد په یوه نړيواله غونډه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې د څلوېښت کلنۍ په پوره کېدو او د دوی د ژوند په اړه بحث وشو. په دغه کنفرانس کې په دې هم خبرې وشوې چې افغان کډوال څنګه پر ځان بسیا او خپل حقونه ترلاسه کړای شي. خو اسلام اباد کې افغانان په دې اړه څه فکر کوي؟ بي بي سي په دې اړه په اسلام اباد کې ځينې مېشت داسې ځوانان غږولي چې څلوېښت کله مخکې يې کورنۍ له افغانستانه پاکستان ته کډه شوې.
دیبه عزيزي وايي: "زه د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې زېږېدلې يم. چې ځوانېدم ځان افغان نه راته ښکارېده. کله مې چې کورنۍ اسلام اباد ته راغله نو تر پنځو کلونو ما ته په ښوونځي کې د شاملېدو حق نه راکول کېده. په سرکاري یا دولتي ښوونځيو کې پر افغان کډوالو ځينې بندیزونه وو او یو شمېر کارونه موږ نشول کولی. نو له ګڼو ستونزو سره مخ شوم، ځکه مې ښوونځی هم ځنډ پېل کړ."
"له دې هر څه ګاللو وروسته مې خپل ځان وپېژانده چې زه څوک یم؟ اوس چې کله هم د پاکستان او افغانستان تر منځ اړيکې خراپې شي نو زور يې له موږ وځي."
"ما تر ننه د پاکستانیانو او افغانانو تر منځ کوم توپير نه دی لیدلی. زما هیله ده چې موږ ته دې څوک د ترهګر په سترګه نه ګوري. موږ ترهګر نه یو. چې کله هم کوم ځانمرګی برید کېږي، خلک ولې موږ ته د شک په سترګه ګوري؟ موږ هغه کډوال یو چې که سوله راشي، بېرته خپل وطن ته ځو. هیله من یو، په افغانستان کې سوله راشي چې موږ بېرته خپل هېواد ته لاړ شو او هلته هوسا ژوند وکړو."
عبدالرحمن:
"زه د پېښور یم او په اسلام اباد کې زدکړې کوم."
"چې کله هم کومه ترهګريزه پېښه وشي نو د افغان کډوالو نوم ورپورې تړل کېږي. پر موږ د داسې پېښو اغېز بېلا بېل وي. تر داسې چاودنې یا برید وروسته چې کالج یا ښوونځي ته لاړ شو نو خپل ټولګیوال په قهرجن نظر راګوري. داسې، ته به وایې هغه بريد موږ کړی دی."
"تر دې پرته، کله چې کومې ادارې ته ځو، یا کوم ځای ځان شاملول غواړو نو چې د شناختي کارت پر ځای د کډوالو کارت وروښيو، بيخي يې چلند بدل شي. دوی بیا موږ سره هغسې چلند او مرسته نه کوي لکه له نورو عامو ښاریانو سره يې چې کوي."
 
https://avapress.com/vdcd9s0xzyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته