د امازون شرکت رییس جېف بیزوس چې د ۱۳۰ میلیاردو ډالرو په درلودو سره د نړۍ لومړی شتمن دی وايي، سږکال دوبی به لس میلیارده ډالره د ځمکې د ګرمېدو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په پار ولګوي. دا د نوموړي په لویه کچه تر ټولو زیات لومړی خیریه کار دی. پر ښاغلي بیزوس انساني چارو کې د کمې ونډې اخیستو له کبله نیوکه وه.
نوموړي دوشنبه (د فبروري په ۱۷مه) په خپل یوه انسټاګرامي پوست کې ویلي وو، چې دا پیسې به د هغو پوهانو، فعالانو او هغو ډلو چې د ځمکې د ګرمېدو پر وړاندې هڅې کوي؛ پر فعالیتونو ولګوي:
"غواړم له اوسنيو پرمختګونو سره مرسته وکړم، همدارنګه هڅه کوم چې د ځمکې د ګرمېدو پر وړاندې یوه نوې لار ومومم."