کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اندرابي: د تاوتریخوالي د کمېدو پړاو پنځو ورځو کې پیلېږي

29 دلو 1398 ساعت 18:35

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې به په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت پړاو په راتلونکو پنځو ورځو کې پیل شي.
ښاغلي اندرابي نن سه شنبه کابل کې له امنیتي چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې وویل، په دې ورځو کې به طالبان ځانمرګي او راکټي بریدونه نه کوي.


هغه زیاته کړه، افغان ځواکونه به د دې پړاو په اوږدو کې چمتو وي، او که چېرې طالبان کوم برید وکړي نو دوی به سملاسي ځواب ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ولسمشر محمد اشرف غني هغه خبره تکرار کړه چې له افغانستانه د څو زره بهرنیو ځواکونو وتل به پر وضعیت هېڅ اغېز ونکړي.
ښاغلي اندرابي وویل، نړیوال ځواکونه به بیا هم د تېر په څېر د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې بهیر ته دوام ورکوي.
بل لور ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خپلمنځي هوکړې له مخې د تاوتریخوالي کمښت باید په افغانستان کې دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.

ښاغلي صدیقي نن (۲۹ سلواغه، ۱۳۹۸) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د تاوتریخوالي کمښت هم یو مثبت ګام دی، خو د افغان ولس غوښتنه دا ده چې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي او جګړه دې په بشپړه توګه ختمه شي.
ښاغلی صدیقي وایي، د افغان حکومت له بنده د طالب بندیانو د خوشی کېدو چاره به د قانون په رڼا کې پر مخ وړل کېږي.
نوموړي کابل کې خبریالانو ته وویل، نه غواړي د هغو ادعاو په اړه څه ووايي چې ګواکې پنځه زره طالب بندیان به د سولې د هوکړې له مخې د افغان حکومت له بنده خوشي شي، خو زیاته یې کړه چې د بندیانو د خوشی کولو په برخه کې د افغانستان قوانین ښکاره دي، او پلي کېږي به.
د سولې د بهیر د راتلونکو ګامونو او پړاوونو په اړه د افغان ولسمشر ویاند وویل، افغان امنیتي ځواکونه له امریکايي هغو سره په ګډه د تاوتريخوالي د کمښت پر جزیاتو او تګلارې کار کوي.
 


د مطلب کود: 203789

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203789/اندرابي-د-تاوتریخوالي-کمېدو-پړاو-پنځو-ورځو-کې-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com