هغه زیاته کړه، افغان ځواکونه به د دې پړاو په اوږدو کې چمتو وي، او که چېرې طالبان کوم برید وکړي نو دوی به سملاسي ځواب ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ولسمشر محمد اشرف غني هغه خبره تکرار کړه چې له افغانستانه د څو زره بهرنیو ځواکونو وتل به پر وضعیت هېڅ اغېز ونکړي.
ښاغلي اندرابي وویل، نړیوال ځواکونه به بیا هم د تېر په څېر د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې بهیر ته دوام ورکوي.
بل لور ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خپلمنځي هوکړې له مخې د تاوتریخوالي کمښت باید په افغانستان کې دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.
ښاغلي صدیقي نن (۲۹ سلواغه، ۱۳۹۸) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د تاوتریخوالي کمښت هم یو مثبت ګام دی، خو د افغان ولس غوښتنه دا ده چې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي او جګړه دې په بشپړه توګه ختمه شي.
ښاغلی صدیقي وایي، د افغان حکومت له بنده د طالب بندیانو د خوشی کېدو چاره به د قانون په رڼا کې پر مخ وړل کېږي.
نوموړي کابل کې خبریالانو ته وویل، نه غواړي د هغو ادعاو په اړه څه ووايي چې ګواکې پنځه زره طالب بندیان به د سولې د هوکړې له مخې د افغان حکومت له بنده خوشي شي، خو زیاته یې کړه چې د بندیانو د خوشی کولو په برخه کې د افغانستان قوانین ښکاره دي، او پلي کېږي به.
د سولې د بهیر د راتلونکو ګامونو او پړاوونو په اړه د افغان ولسمشر ویاند وویل، افغان امنیتي ځواکونه له امریکايي هغو سره په ګډه د تاوتريخوالي د کمښت پر جزیاتو او تګلارې کار کوي.