کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان سولې په تړاو د خلیلزاد او عمران خان لیدنه

29 دلو 1398 ساعت 19:06

د پاکستان لومړي وزیر د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدنه کې وویل چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي
د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان سره لیدنه کې د افغانستان سولې بهیر پرمختګونو په تړاو خبرې کړې دي.



د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ښاغلي خان یو ځل بیا د افغان سولې ملاتړ په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسلام اباد د سولې په برخه کې له پرمختګونو هرکلی کوي.
ښاغلي خلیلزاد همداراز د پاکستان د پوځ له درستیز، جنرال قمر جاوید باجوه سره هم د سیمې امنیت او سولې بهیر په تړاو بحث کړی دی.
ښاغلي خلیلزاد همداراز پاکستان کې د افغان کډوالو مېشتېدو څلوېښتمې کلیزې په تړاو جوړې شوې غونډې کې هم ګډون وکړ.
دغې ناستې کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د افغانانو ترمنځ خبرو ته لار هواروي.
د پاکستاني رسنیو په راپور کې راغلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمود قریشي هم د افغانستان د سولې له بهیره او همداراز له سیاسي هوکړې ملاتړ اعلان کړی دی.
رسنیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي دي چې دغه هېواد د افغان کډوالو بېرته ستنیدو په تړاو منظم چوکاټ جوړولو په هڅه کې دی.


د مطلب کود: 203791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203791/د-افغانستان-سولې-په-تړاو-خلیلزاد-او-عمران-خان-لیدنه

آوا
  https://www.avapress.com