کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خلکو ترمنځ پر پيوستون او یووالي د ولسمشر غني ټینګار

30 دلو 1398 ساعت 11:55

ولسمشر اشرف غني چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټوونکی اعلان شو، هغه خپله دغه بریا ولسواکي ګڼي او په هېواد کې پر یووالي او پیوستون ټینګار کوي.



هغه وايي چې د هېوا په ګوټ ګوټ کې د سولې ټینګښت لپاره د هڅو وخت رارسېدلی او ټول باید د هېوادوالو د درملنې لپاره هڅه وکړي.
ښاغلي غني په دې اړه وویل:«د دې وخت رارسېدلی چې ټول سره لاسونه ورکړو او په کلي، درې او کوڅو کې سوله ټينګه کړو.»
په داسې حال کې چې ځینې ټاکنیزې ډلې او ګوندونه د ټاکنو کمېسیون له وروستۍ پرېکړو سره مخالف دي، خو اشرف غني وايي چې هغه هېچا ته د سیال په توګه نه ګوري.
اشرف غني چې د سې شنبې په مازدیګر د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټوونکی اعلان شو، خپله بریا یې خپلې ټاکنیزې ډلې او نورو همکارانو ته مبارکي وویله.
هغه په هېواد کې پر یووالي او پیوستون له ټينګار سره زیاته کړه چا ته د سیال په توګه نه ګورم او د دې وخت راسېدلی چې ټول د سولې د ټينګښت لپاره د هېواد په هره څنډه کې هڅه وکړي.
اشرف غني زیاته کړه:«نن د ملي یووالي او اتفاق ورځ ده او پر ټولو غږ کوم چې د سیالیو وخت پای ته رسېدلی او تېر ترخه یادونه پای ته ورسوو.»
د هغو ټاکنو پر بنسټ چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړي، اشرف غني د څه باندې پنځس سلنې رایې په ترلاسه کولو سره د روان کال د تلې د شپږمې نېټې ټاکنو ګټوونکی وپېژندل شو.
که څه هم ځينې ټاکنیزې ډلو او ګوندونو په څو وروستیو ورځو کې د ټاکنو کمېسیون له خوا هر ډول ټاکنې غیرقانوني بللې دي.


د مطلب کود: 203834

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203834/د-خلکو-ترمنځ-پر-پيوستون-او-یووالي-ولسمشر-غني-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.com